د شیخ زاید پوهنتون رهبري شورا ناسته تر سره شوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۸:۵۷
jhgfvcd

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادي الآخرة مياشتې له ۱۵مې نيټې سره سمون لري،
د رهبري شورا ناسته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد په مشرۍ، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو په ګډون ریاست مقام کې ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، پرانیستونکي وینا کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد وویل: ((خپلو چارو ته په ښه شکل سره متوجې شئ، د پوهنتون هر مسؤل غفلت ته مه پرېږدئ؛ تر څو کارونه پر وخت ترسره شي.))
ورپسې د پوهنځیو مقالو او کنفرانسونو نهایي راپور، څېړنیز فارم محصلاتو او عوایدو، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال تدارکاتي پلان تایید او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث تر سره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته دیني ـ اصلاحي یو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

په ياد دیني ـ اصلاحي یو ورځني سيمينار کې د اسلامي نـ.ـظام پېژندنه، ارزښت او د نورو نـ.ـظامونو سره یې توپير، د مسلمانانو  ضعف لاملونه، د اتحاد او اتفاق ګټې او د تعصب زيانونه، د نفس تزکیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون څخه د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ليدنه تر سره کړه.

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا د شيخ زايد پوهنتون څخه د علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې محصلانو د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

BACK TO NEWS