د شیخ زاید پوهنتون عامه کتابتون او د کرنې پوهنځي کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۳۱
szu chancellor's trnslate book

د (کرنیز اقتصاد او کروندې مدیریت اساسات) ژباړل شوی کتاب، چې لیکوال یې ډیویډ کاهان دی او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له خوا چاپ شوی دی، د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي لخوا په ۱۳۹۹ ل – ل کال کې د ۱۱۷ مخونو په درلودلو سره په ساده او روانه خوږه پښتو ژبه ژپاړل شوی دی.

szu chancellor's translate book

یاد کتاب د کابل پوهنتون د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې امر پوهندوی ډاکټر میراقا حسن خېل او د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی رحمت الله هاشمي لخوا د تقریظ او بیا کتنې وروسته د نوي مستقبل خپروندیه ټولنې لخوا تازه ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.

پاتې دې نه وي چې ژباړل شوی اثار د کرنیز اقتصاد او د فارم د مدیریت بنسټونه ، د بریالي مدیر په توګه د کروندګر بنسټېزې دندې، پریکړې، مهارتونه د کرنیزو او حیواني محصولات د تولید لپاره د تولید اړینو عواملو د برابرولو ترڅنګ د تولید د پروسې ... د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازار موندنې اقتصادي مفاهیم د یاد کتاب عمده برخې جوړه وي.

د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چې د بیلا بیلو نهادونو څخه علمي اثار د پوهنتون عامه کتابتون ته جذب کړي. په تېرو نیږدې کالونو کې شیخ زاید پوهنتون عامه کتابتون تر ډيره حده د علمي نهادونو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا په علمي کتابونو سمبال شوی او لا هم هڅې رواني دي، ترڅو د هېواد په کچه یو پرمختللی کتابتون جوړ او د مطالعې مینوالو تنده خړوبه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې کتاب ازموینه چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو محصلان تر منځ په لاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۴:۳۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس پیل شو.

نن يکشنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند څېړنو آمريت له لوري د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د لابراتوارونو څخه د لیدنې هیئت د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

نن شنبه چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الآخرة مياشتې له ۱۵مې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اداري او زېربنا رئیس قاضي محمد ادریس. . .

BACK TO NEWS