د هدایت الله د ژبو ادبیاتو پوهنځي دوهم ټولګي محصل مقاله!

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۳:۵۴
هدایت الله

سریزه

الحمدالله وحده، والصلاة وسلام علی من لا نبي بعد:

د انسان لفظ له (انس) څخه مشتق شوی، چې انسانیت، محبت او د یو ځای اوسیدو معنا افاده کوي.

     موږ ته قرآنکریم انسان په بشپړ توګه راپیژندلی دی، انسان ته یې دا بیان کړی، چې هغه هسې عبث مخلوق نه دی او نه دا چې یوازی یو مادې او عاقلې موجود دي؛ بلکې هغه ځینې داسې صفتونه هم لري، چې هغه په ملائکو هم غوره کیدای شې، په قرآنکریم کې خطاب انسان ته شوی؛ خبرې د انسان سره شوي دي؛ مسائل او احکام انسان ته بیان شوی دي نو دا چې هر څه انسان ته بیان شوي نو باید هر مسلمان دا معلومه کړي چې د انسان جوړښت له څه څخه ده؟ د انسان خلقت مقصد څه ده؟

     د انسان جوړښت له درېېو څیزونه څخه ده: الف- روح هغه سپیڅلي او پاک انسانې رهبر ده؛ چې هیڅ وخت غلطې نه کوي.  ب- نفس هغه څه ده، چې انسانان یو له بل متغیر کوي یعني په ژوند کې چې هر څومره نیکې یا بدي انسان کوی ټولې پر نفس باندي تړلې او په الهي محکمه کې هم د نفس حساب ورسره کیږي، چي په اوو بېلابېلو مرحلو ویشل شوی ده، چې په انګلیسی ژبه کې ورته(soul) ویل کیږی. ج- جسم بیا هغه جوړښت ده، چې د هغه شتون بغیر له روح او نفس نا ممکن ګڼل کیږي، یعنی هغه د هډوکو، غوښې، وینې... مجموعه چې یو جوړښت  یې تشکیل کړي، د جسم په نامه یادیږی.

      د هر انسان د بقا لپاره لازمه ده چې تر ټولو لومړی باید د ځان موقف او خپل مسؤلیتونه  په ښه توګه وپیژنې، دا یوازینې هغه څه دي چې زموږ لاره روښانه کوي او د رڼا په لور مو بیایې. (من عرفه نفسه فقدعرفه ربه)«الحدیث»

 

 

ومــــن الله تــوفـیق

هـدایت الله «ســــــــلیم»

 

 

 لنډیز

دغه څیړنه په درییو عمده برخو ویشل شوي ده: لومړی- د انسان جوړښت، دوهم- د انسان صفات د قرآنکریم له نظره او درییم- د انسانی خلقت مقصد ده.

     د انسان لفظ له (انس) څخه مشتق دی، چې په لغت کي د محبت او انسانیت معنا لري، یاد لفظ په قرانکریم کې (۶۳) ځله او د بني آدم لفظ (۶) ځله او د (الناس) لفظ (۲۴۰) ځلې یاد شوی دی.

انسان د قرآن کریم له نظره: انسان چې کله هم الله (ج) پرځمکه خلیفه وټاکل نو د هغه لپاره یو لړل صفات ورکړل چي لدی مخکي چاته ندی ورکړی، د هغو له جملي څخه د انسان ښکلا، اشراف مخلوقات، د عزت په او د انسان مقدس والی په اړه په قرآنکریم کې بیان شوی.

د انساني خلقت مقصد: الله تعالی فرمایی (أَفَحَسِبْتُمْ نَّمَا خَلَقْنٰكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ)«(۱۱۵)ــ المؤمنون». ژباړه: ايا تاسي انګررلې وه چي موږ بابززه پيدا کړي ياست او زموږ لوري ته ستاسي هیڅكله راګرځد دل نشته؟: له دغه آیت څخه دا څرګندیږي، چې الله جل جلاله انسان د یو لړل مقاصدو لپاره پیداکړی. په دي اړه الله (ج) فرمايي:« يٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِيفَةً فِى الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ» ( سُوۡرَةُ صٓ : ۲۶) ژباړه: موږ هغه ته وويل "اې داؤده! موږ ته په ځمکه کښي خليفه ګرځولى یې، له دې كبله ته د خلكو په منځ کي په حقه حكم وکړه او د نفسي غوښتني پيروي مه كوه چي هغه به تا د الله له لاري څخه واړوي. كوم كسان چي د الله د لاري څخه بې لاري کیږي په يقيني ډول د هغو لپاره سخته سزا ده، ځکه چي د حساب ورځ یې هېره کړه ده."نو داسې وایو چې د انسان د پېدا کولو مقاصد عبارت دي له:

  1. د الله تعالی عبادت
  2. انسان ته د ځمکې خلافت سپارل
  3. د الله تعالی قوانین په ځمکه نافذول

 

انساني خلقت او دهغې ځانګړتیاوې

د انسان لفظ له انس څخه مشتق دی، چې په لغت کي د محبت او انسانیت معنا لري او همدارنګه د یو ځای اوسیدلو مفهوم هم افاده کوي نو په همدې اساس ويلی شو؛ که انسان په هر څومره ښایسته ځای او محل کې وي په یوازېتوب کې هیڅ کله خوشالي او ارامتیا نه شي حس کولي؛ ځکه چې د ده په فطرت کې له نورو خلکو سره ګډ او یو ځاي ژوند کول داخل دي نو یوازیتوب د ده لپاره ستونزمن او سخت تمامیږي.(۲۲:۲)

     د انسان لفظ په قرانکریم کې (۶۳)ځله او د بني آدم لفظ (۶) ځله او د (الناس) لفظ (۲۴۰) ځلې یاد شوی دی. د وحې په پیل کې د انسان لفظ، د هغه خلقت او د اهلیت یادونه شوې ده، او همدارنگه  ورستی سورت یې د «الناس» په کلمه پای ته رسېدلی دی.(۲:۲۳)

     موږ ته قرآنکریم انسان په خپل بشپړ شکل را پیژندلی دی. انسان ته یې دا بیان کړی دی، چې هغه هسې عبث مخلوق نه دی او نه دا  چې یوازې یو مادي او عقلاني موجود دی؛ بلکې هغه ځینې داسې صفتونه لري. چې هغه په ملائکو هم غوره دی. په قرآنکریم کې خطاب انسان ته شوی دی، خبرې له انسان سره شوې دې، مسائل او احکام انسان ته بیان شوي دي؛ نو په همدې اساس د انسان د ښي پیژندنې لپاره د هغه جوړښت په درییو برخو ویشل کیږي.

  • روح
  • نفس
  • جسم

     په ډېرو بحثونو کې وینو چې د انسان جوړښت په دوو برخو وېشل شوی؛ وایې چې انسان له مادي او معنوي برخې جوړ شوی یا په بله ژبه، انسان د جسم او روح ترکیب دی مګر زموږ په تجزیه او شننه کې وینئ چې د انسان وجود په درييو برخو کې وړاندې شوی. له دې څخه څرګنده شوه چې نفس او روح هم یو تر بله خورا توپير لري، یعنې یو مجموعي حقیقت نه دی. دواړه سره بېل حقیقتونه دي چې پدي لیکنه کي به هم په پورته توګه سره بیان شي، نفس او روح په فرانسوي او انګلیسي ژبو کې هم بېل مفاهیم دي، په انګلیسي کې روح «spirit» او نفس «soul» بولي.

 

  • روح:  په قرانکریم کې هر ځاي په مفرد شکل ذکر کیږي، یعنې ارواح پکې نه شو پیدا کولای، دا سمه ده، چې موږ په خپله ژبه او عمومي ترمینالوژي کې روح په ارواح جمع کوو او وایو یې؛ خو په قرآنکریم کې يوازي مفرد شکل «روح» تکراریږي. په قران کریم کې لولو: «نفخت فــیه من روحی». ژباړه: یعنې په هغه کې مې خپل روح پُوکړل. په قران کریم کې «روح» شل ځله راغلی او اشاره شوې چې د خدای(ج) امرتجلا ده او بس. یعنې روح تیروتنه نه کوي او بې لارې نه ځي. روح په انسان کې دننه یو پیغمبر دی او د خدای(ج) هغه تجلا ده، چې په هر انسان کې شته. د روح په اړه ویلي شو، چي روح یو درونې پیغمبر دی، پاک  او مجرد دی. روح یوازي د خدای پاک د نور تجلا ده، او په انسان کې د هغه پټ استازی دی.(۳۷:۵)
  • نفس: هغه څه ده، چي ټول انسانان له یو بله متغیر کوي، یعني په ژوند کې چې هر څومره نیکې یا بدي انسان کوي ټولې پر نفس باندي تړلې او په الهې محکمه کې هم د نفس حساب ورسره کیږي، چي په اوو بېلابېلو مرحلو ویشل شوي دي، چې وروسته به لاندي  ذکرشي. هغه  تجزیې، شننې او پیژندونه چې انسان یې تولیدوي پوهه او علمې تجزيي دي. د انسان دویمه برخه نفس ده، چې په انکلیسې کې «soul» بلل کیږي او د انسان د احساساتو، اکتساباتو او تمایلاتو له مجموعې عبارت ده، چې د انسان له احساس او شخصیتې چارو سره سرو کار لري، له لویه سره د انسان نفس د هغه په شخصیت را څرګندیږي؛ خو انسانان اصلاً د روح په لحاظ ټول سره تړلي دي.(۲:۶)
  1. اماره نفس: دغه ترکیب به مو په ادبیاتو کې اورېدلی وي؛ مګر څنکه چې ښایې داسې تعبیر او تفسیر یې نه دی وړاندي شوی. نفس اماره څنګه چې له نومه ښکاري، امرکوونکی، سرکش او ګناهګار نفس دی، چې د نفس تر ټولو په ټیټ ترین مقام کې دی، چي «فروډID » ورته وایي. چې نه یې ګناه زړه وهي او نه هوا، هوس دغه ډول نفس ته نفس اماره وایې.
  2.  لوامه نفس: لوامه له «لوم» لفظ څخه اخسیتل شوي، لوم سرزنش یا  ملامتي ته وايي. په دې مرحله کې نفس لږ ښوریدلی او بیدار وي، يو څه ژوندی شوی وي او کله چې انسان خطا او ګناه کوي، دغه نفس یې ملامتوي.

 

  1. عاقله نفس: نفس عاقله هم انسان د ملامتي دوره ده، چې له نفس لوامه سره يې توپیر په دې کې چې عقل ورسره ملګری کیږي. په دې مرحله کې عقل په نفس کې رسوخ کوي او په انسانې کړنو کې د اندیښنه غلبه زیاتیږي.
  2. ملهمه نفس: یعنې هغه نفس چې د پاکۍ داسې درجې ته رسېدلی وي چې الهام ورته کیږي، الهام چې خدايي سرچینه لري، پرملهمه نفس يوه پیرزوینه ده، د غیب له عالم سره تړلي نفس ته د حقایقو لارې روښانوي.
  3. مطمئنه نفس: په دي الله (ج) فرمايي « يٰٓأَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ»(الایة ۲۷الفجر) ژباړه: له بل پلوه به ویل کیږي "اې ډاډه نفسه! نفس مطئنه تر نفس ملهمه یوه درجه نور هم لوړ مقام لري، یعني د ډاډ هغې پوړۍ ته رسېدلي چې نور له سر ګرمۍ خلاص وي، او په چټکۍ د کمال پر لور ګامونه پورته کوي.
  4. راضیه نفس: د نفس دغه ډول هغه مقام موندلی وي چې  له خپل تکامله راضي وي، د رضایت سبب یې له خدای سره د رابطې پیداکول وي، (ارْجِعِىٓ إِلٰى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً).«الایة(۲۸)الفجر» ژباړه: ځه د خپل رب لوري ته، په داسي حال کښي چي ته (له خپل غوره عاقبت څخه) خوشحاله (او د خپل رب په وړاندي) غوره یې!
  5. مرضیه نفس: دا بیا د نفس هغه منزلت دی، چې محبوب ترې راضې شوی وي، دلته نه يوازې دا چې انسان له ځانه خوښ او راضې وي؛ بلکې خدای (ج) هم ترې راضي وي. دغه مقام د نفس وروستی او تر ټولو لوړ مقام دی، چې تکاملې سیر یې په ډیرو پړاوونوکې بشپړ شوی وي، زموږ په عرفانې ادبیاتو کې ممکن دغه وروستۍ مرحله د عشق او فنا پورۍ وبولي چې انسان په یوه مکمل جریان ورته را رسیدلی. انسان شوی دی او له هغه کوهي راختلی وي، چې یوازي حیواني صفات پکې پراته دي، اوس هغه ځای ته رسېدلی چې د خدای پر وړاندې معتبر مقام لري، هغه مقام چې د خدای رضا پکې مونده شي.(۹:۲)

 

  • جسم: کابو هر چا ته واضح دی، چې همدا زموږ ظاهری بدن ته وايي، یا هغه جوړښت ده چي د هغه شتون بغیر له روح او نفس نا ممکن ګڼل کیږي؛ یعنی هغه د هډوکو، غوښې، وینې... مجموعه چې یو جوړښت تشکیل کړي، د جسم په نامه یادیږي.

 

 

انسان د قرآن کریم له نظره

انسان چې کله هم الله پرځمکه خلیفه وټاکل نو د هغه لپاره یو لړل صفات ورکړل چي لدی مخکې چاته ندي ورکړي، د هغو له جملي لاندې څلور عمده صفات په قرآنکریم کې بیان شوي.

  1. انسان په ښکلي څیره پیداشوی دی: الله (ج) په قرآنکریم کې فرمايې «لقدْ خلقنَا اْلانسان في احسن تقویم»(۳۰) ژباړه: بیشکه موږ انسان په ښکلې څیرې سره پیداکړی دي. هرکله چې انسان په غور خپل جوړښت ته وګوري نو وبه ولیدل شي، چې انسان په څومره ښایسته اندازه سره جوړ شوی دی، چې د هغه د وجود غړي دا ښکاره کوي، چې هغه د نړۍ د رهبري کولو لپاره رالیږل شوی دي، د وجود جوړښت داسې شوی دي چې تر ټولو حیواناتو څو چنده ښکلی دي او پر دې ټولو سربیره عقل، فکر خیال او علمي ځواک یې هغه څه دي، چې انسان تر ټولو موجوداتو ښکلی او ښه ثابتوي.(۲:۲۳)
  2. اشراف المخلوقات: انسان له دې کبله چې بل هېڅ پیدا شوي ته يې د تسلیمۍ سر نه دی ټيټ کړی او له دې کبله په ځمکه کې د الله (ج) ځای ناستی دی تر ټولو غوره مخلوق (پیداشوی) بلل شوی دی، تر څو هغه دا شرافت درک کړي او د الله(ج) څخه پرته د بل چا ته سر ټیټ نکړي. پس دا چې الله(ج) انسان اشراف المخلوقات پیدا کړی دی؛ نو الله(ج) په دې اړه داسې فرمایلي دي: «وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِىٓ ءَادَمَ وَحَمَلْنٰهُمْ فِى الْبَرِّ وَالْبَحْرِكَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا وَرَزَقْنٰهُم مِّنَ الطَّيِّبٰتِ وَفَضَّلْنٰهُمْ عَلٰى خلقنا تفضیلا»(۳۳) ژباړه: دا خو زموږ پررزوينه ده چي بنيادم ته مو لویي ورکړه، په وچه او لمده کښي مو سپرلۍ ورکړي او له پاكو شيانو څخه مو روزي ور په برخه کړه او پر خپلو زياترو مخلوقاتو مو ښكاره لوړتيا ور وبښله ممن.(۲:۲۵)
  3. انسان ته کرامت ورکړل شوی: « وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِىٓ ءَادَمَ »(۳۲)، انسان ته کرامت ورکړل شوی دی، ټول مخلوقات (پیداشوي) د هغه د خدمت لپاره پیداشوي دې؛ تر دې چې ملائکې د هغوی په خدمت کې دي پیران د انسانانو د خوراک پاتې شوني او هډوکي خوري، د ځمکې د ابادولو دنده انسان ته ورکړل شوې ده او ستر امانت چې قرآن عظیم الشان دی انسان ته را نازل شوی دی.(۲:۲۴)
  4. انسان یو ډېر سپیڅلی او پاک موجود دی: ځکه چې د آدم(ع) د مادي وجود د جوړولو وروسته په هغه کې سپیڅلی روح  پو کړل شو:« فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وۥَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِى فَقَعُوا لَهُ سۥٰجِدِينَ »(ال آیت ۳۱). ژباړه بيا كله چي زه هغه بشپړ کړم او له خپل روح څخه يو څه په کښي پو کړم؛ نو تاسي ټول د هغه په وړاندي په سجده پرووځئ. روح یو لطیف څیز ده چې الله (ج)  ژوند د انسان په بدن کې پیداکوي دلته الله (ج) په مخلوقاتو کې انسان ته د شرافت ورکولو په خاطر د انسان نسبت ځان ته کوي اوبله مهم خبره دا ده چي ملائکوته هم دهغه د کرامت په خاطر د سجده کولو امر وشو ملائکو یواځي الله(ج) او انسان ته د کرامت په سجده کړي ده وبس.(۲:۲۳)

د انساني خلقت مقصد

الله تبارک وتعالی، پرځمکه ډیر موجودات پیداکړي، چې ځينې یې پرځینو نورو مسلط کړي دي او پردې ټولو کې یې انسان اشرف المخلوقات (غوره د مخلوقاتو) پیدا کړی دی، انسان عبث نه دی پیداشوی، ځکه الله (ج) د هغو خلکو په ځواب کې فرمایي څوک چې (پس له مرګه په ژوند) عقیده او بارو نه لري: (أَيَحْسَبُ الْإِنسٰنُ أَن يُتْرَكَ سُدًى). «(۳۶) القیامه.» ژباړه: انسان دا انګررلې ده چي په همداسي حال به پرښښودل شي؟

     الله تعالی په بل ځای کې فرمایې: (فَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنٰكُم عَبَثًا وَأَنَّكُمْ أْلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ)«(۱۱۵)ــ المؤمنون». ژباړه: آیا نو تاسو ګمان کوئ، چې تاسو ما عبث پیداکړي يئ؟ او تاسو به ماته رجوع نه کوئ؟

    له پورته الهی ارشاداتو څخه معلومه شوه، چې الله جل جلاله انسان د یو هدف مقصد لپاره پیداکړی او هغه مقصد عبادت دی.

الله تعالی د خلقت د هدف، په اړه په لاندې آیتس کې فرمایی دی:

(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّالِيَعْبُدُونِ)«(۵۶) ـــ الذریات»

ژباړه: ما پیریان او انسانان ندي پیدا کړی مګر د عبادت لپاره.(۱۳:۴)

عبادت: د عبادت لفظ د (زارۍ تذلل تضرع، بندګۍ مریتوب او اطاعت) په معنا ده؛ نو له همدې امله عبادت هم په شریعت کې په ژبه، زړه او د بدن په نورو غړیو سره د الله جل جلاله د احکامو پلي کولو او د هغه پر وړاندې عاجزي، تضرع او بشپړ اطاعت ته ویل کیږي.(۷۹:۳)

     یا په بل عبارت: د اسلامي شریعت ټولو اوامرو ته غاړه کېښودل او پرځای کول او له ټولو ممنوعاتو څخه ډډه کول کوم، چې په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې ثابت شوي دي، له عبادت ځخه عبارت دي. په همدي اساس د اسلامي شریعت له نظره د الله تعالی ټولو اوامرو ته د رضایت په خاطر غاړه کېښودل عبادت دی، چې په لاندې دوو برخو ویشل کیږي:

لومړۍ: د شریعت ټولو اوامرو پرځای کول:

الف- اعمال قلوب: اېمان، توحید، د الله تعالی څخه په زړه کې مرسته غوښتل، اعتقادات، تواضع، دالله تعالی څخه وېره او دېته ورته نورو ته غاړه کېښودل او پرځای کول.

ب - اقوال: د قرآن کریم تلاوت، تسبیحات، اذکار، امربالمعرف ونهي عن المنکر(ښو ته بلنه او بدو څخه منع کول)، ښوونه او تدریس او دېته ورته نورو ته غاړه کېښودل او پرځای کول.

ج- افعال: لكه لمونځ، روژه، زکات، حج، جهاد، رکوع، سجده، قرباني او دېته ورته نورته غاړه کېښودل او پرځای کول.

دوهم: له ټولو ممنوعاتو څخه دډه کول:

کله، چې یو څوک له هغه بدو او منع کړای شویو کارونو څخه ډډه وکړي، کوم چې په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې بد او منع ثابت شوي دي له عبادت څخه عبارت دي، چې لاندې اوامرو کې شامل دي.

الف - اعمال قلوب: لکه کفر، شرک، منافقت، ریاکاري، تکبر، ځان ښوونه د الله تعالی څخه ویره او دیته ورته نورو  څخه ډډه کول.

ب - اقوال: لکه د الله تعالی پرته له بل چانه په ژبه مرسته غوښتل، غیبت، دروغ، تهمت، کنځل او دیته ورته نورو څخه ډډه کول.

ج - له منع شویو کارونو څخه ځان ساتل: لکه زنا، شراب څښنه، غلا، قمار، د الله تعالی پرته بل چاته رکوع او سر ښکته کول او دېته ورته نورو څخه ډډه کول.(۲۱:۳)

 

د الله (ج) قوانین په ځمکه نافذول : د اسلام روح اجتماعي او ټولنیز ده، په دین کي یوازي د نیکیو کول او د بدیو څخه ځان ساتل د يو چا له پاره کافي نه دي؛ بلکې د نور انسانانو نېکېو ته د هڅولو او دبدیو څخه د راګرځولو مسؤلیت هم لري؛ اسلام خپلو پیروانو ته دا توصیه نه کوي، چي یوازې د خپل ځان او خپل ایمان د ساتلو په موخه جومات ته ولاړشي، لمنځونه دي وکړي او د جومات په کونج کې دي، کښېنې نور دي د خلکو د سمون او اصلاح کوښښ نه کوي او خلک دي سمي لاري ته نه رابولي.

     اسلام خپل پیروان مسؤل بللي، چي په ټولنه کې به غلا، لوټمارۍ، رشوت، دروغو، خیات، زنا، شراب خورۍ، تعصب، ظلم، انسان وژني، او... مخنیوی به کوي.

     په انساني ژوند کې غوره او ښه کار، چي خدای جل جلاله خپل ډېر استازي د دې کار له پاره رالیږلي، چي هغه خلکو ته د خدای جل جلاله د یووالۍ منل، د دین دعوت او خلک سمې لاري ته رابلل دي. د دین د دعوت او لوړوالي هدف دا دئ، چي خلک د الله تعالي دین ته راوبلل شي، ښه او غوره لاره ورته روښان شي، له تیارو څه د رڼا او له شرک څه د توحید او ظلم څخه د انصاف، عدالت، رحمت او احسان لوري ته راوبلل شي.

     د انسان پیدایښت هدف یوازی په عبادت او د مخلوق په خدمت کي نه رانغښتل کیږي، بلکي د ټولني فسق، فساد، فحشاء، منکر او نورو بدیو په له منځه وړلو کي هم مسؤلیت لري؛ چي په لاس، ژبه او قلم ورسره مبارزه وکړي. زور، ظلم، وحشت، جهالت، بې انصافي، غدر، رشوت، سود، احتکار، فحاشي، بې حیايي، غلا، چور، تعصب، تربور ګلوي او نور له منځه یوسي.(۷:۹)

انسان ته د ځمکې خلافت سپارل: له حضرت آدم (ع) نه نیولې- بیا تر حضرت محمد (ص) پورې ټولو مبعوثو پیغمبرانو ته د ځمکې واک اختیار د الله (ج) له لوري د بالغه حکمت له مخې ځکه سپارل شوی ؤ چې پر دوی ټولو کې الله (ج) د متوازن عدل او قسط له خدایي اخلاصه ډک جوهر ځای کړی ؤ. پدي اړه تعالی فرمايي: « يٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِيفَةً فِى الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ» ( سُوۡرَةُ صٓ : ۲۶) ژباړه: موږ هغه ته وويل "اې داؤده! موږ ته په ځمکه کښي خليفه ګرځولى یې، له دې كبله ته د خلكو په منځ کي په حقه حكم وکړه او د نفسي غوښتني پيروي مه كوه چي هغه به تا د الله له لاري څخه واړوي. كوم كسان چي د الله د لاري څخه بې لاري کیږي په يقيني ډول د هغو لپاره سخته سزا ده، ځکه چي د حساب ورځ یې هېره کړه ده.

     په دغه آیت کې الله(ج) پر حضرت داؤد(ع) باندې امر کړی، چې د الله(ج) د احکامو عملي کول او د معاملاتو فېصلې او پریکړې له شریعت سره سمې په عدل او انصاف داسې تر سره کړه.

     لنډه دا چې: انسان په پېدایښت کې د الله تعالی زیات حکمتونه دي، چي په ځینو يې پوهېږو او ځېنې باندې امتحان کول وو، د خلافت موضوع بې د الله تعالی پېژندګلوی او عبادت دی، نو داسې وایو چې د انسان د پېدا کولو مقاصد عبارت دي له:(۱۶:۸)

  1. د الله تعالی عبادت
  2. انسان ته د ځمکې خلافت سپارل
  3. د الله تعالی قوانین په ځمکه نافذول

يعني اصل مطلب د انسان خلقت یو لړل مسؤلیتونه دي، چی ورباندي مکلف شوي دی، که چیرته په حسینه طریقه د الله (ج) اطاعت وکړل؛ نو د الله تعالی له لوري به ورته اجر او ثواب ورکول کیږي؛ که چیري الله (ج) له احکامو څخه سرغړونه وکړي، نو معلومه خبره ده چی د هغو پایله به بیا اور د جهنم وې، پدي اړه اړینه ده چې یو مطلب واړندي شې. تاسو به حتماً متوجه شوي یاست چې هر کله له بازار څخه یو څه راخلۍ مثال: موبائیل یا داسی بل څیز کله چي سم کار کوی، نو ستاسو لپاره به حتماً قدرمن وي؛ ځکه همدا وسیله ده چي تاسو ته هوساینه در بښې او ستونزه مو حل کوي، خو که سم کار نکوي، تاسو حتماً ورڅخه نا خوښ کیږي. او بالاخره یې ماشومانو ته د لوبو لپاره ورکوی یا یې بیخې کثافت دانې ته غورځوي او له منځه یې وړئ، پداسی حال کې چې تاسو جوړ کړی هم نه ده، یوازې مو یوڅه نقدې پیسې ورباندي مصرف کړي، بیا هم دومره ورباندي خواشینې کیږي. تاسو له ځان سره فکر وکړي چي داسې یو څه جوړ کړې، چي دومره کمزوري وي لکه موږ چي الله تعالی ته یو، بیا هغه ستاسو نافرمانې کوي! یا مو آمر نه مني، یا تاسو له سر نه منې، نو ستاسو غبرګون به د هغه په وړاندي څه وې؟ آیا د ژوند دومره موقع به ورته ورکړي لکه انسان ته چې الله تعالی ورکړي؟ معلومه خبره چې ستاسو ځواب به نه وي. نو د دې لپاره چې نه الله (ج) او نه د هغه پیغمبر ته ملامت شو؛ نو باید له هر څه مخکي ځان وپیژنو، که چیرې انسان ځان وپیرني. چې دې دنیا ته له یو لړ مسؤولیتونو سره جوخت د لنډ وخت لپاره راغلی، ترڅو یو ازمایښتي پړاو په کې تیر کړي. همداسې که انسان ځان وپېژني، چې له خاورې پیداشوی چې له فزیکي اړخه یو کمزوری موجود دی، که انسان ځان وپیژني، چې د خلقت اصلي لامل يی یواځې او يواځې د یوه معبود برحق الله(ج) عبادت دی، که انسان ځان وپېژني، چې وړتیاوې او توان یې څومره دی؟ کمزورۍ او د قوت نقطې یې کومې دي؟... نو بیا کولای شي، چې خپل خالق او د هغه په وړاندې خپل مسؤلیتونه هم ښه آسانۍ سره وپیژني او په سمه لاره ولاړ شي.

     خو داسې هم نه ده، چې څوک ووايې د ځان پیژندل یو آسانه کار ده پدي اړه  پوهان وایې چې د ځان سم پېژندل د دې لامل ګرځي، چې خپلې وړتیاوې، خپل مسؤلیتونه، خپلې دندې، خپل رسالت، خپل د ښه بریالتوب لاره او د دواړه دنیاوو بریالیتوب په دې توګه ښه وپېژنو او خپل ژوند په هغه ډول تیر کړو څه ډول چې د دې ژوند د هستونکي او پالونکی غوښتنه ده.

     د ځان پېژندنې مهم اثر به خوښي او آرامښت وي په دې توګه به انسان پوه شي چې چیرته دی او هغه کسان چې په خپل ځان کې د بد بختۍ، محرومیت، او ناهیلی احساس کوي، د ژوند لپاره یې له لاسه ورکړي خوږ انګېزې داسې ښکاري چې هغوی خپل ځان پېژندلی نه دي، پوهان وايې که چېرې انسان خپل پیدایښت له دنیا وګڼې تیروتنه یې کړې ځکه د ده پیدایښت له دنیا څخه نه دی، انسان لومړی تر دنیا مخکې له الله(ج) سره وو، وروسته بیا دنیا ته راغي او بیرته آخرت، بلې دنیا ته ورتلونکی دي، له بابا آدم(ع) تر دېدم پورې، آن تر قیامته پورې د انساني ځوځات د پیدا کېدو، ځوانېدو، زړېدو او فنا کېدو دا تسلسل او قابلیت همداسې غځېونکی دی نو کله چې انسان خپل فکر و نه پېژني، او پردې پوه نه شي چې د څه له پاره پېداشوي، نو بیا خامخا تیروتنه کوي. که چېرې انسان نظرې او فکري پیژندنه ترلاسه او د عظیم الشأن قرآن په لوستلو او د استادانو لوست ته په کیناستلو یې ځان د پوهې یوې داسې مرحلې ته ورساوه چې دغه پوهه د ده په یوې پانګې بدله شوه، هغه وخت به بیا د دنیا ټولې پېښې د ده له پاره خوږې شي، او بیا به ډیرې ترخې شیبې ونه لري. کیدای شي دغه د خوښۍ او هیلو شیبې د یوه عادي انسان لپاره هم جوړې شي؛ خو که چیرې انسان له معنوي ژوند څخه مخ واړوي او یواځې د همدې دنیا او په دنیا کې د بیځایه خوښیو او هوس رانیو لاسته راوړولو لپاره خپل ارزښتناک ژوند تېراو ځان اوبه کړي، بیانو دغه ژوند بې خونده، لنډ، له  ستونزو، ناخوالو او کمزوریو ډک ژوند دی، ځکه د دنیا ټول خوند مؤقتي او ټولې هیلې یې ختمېدونکي وي، انسان که څومره ډیر عمر ولري، بیا هم زړیږي او د کسالت او ستونزو دوره یې پیلیږي په پای کې دغه عمر که څومره اوږد هم وي مرګ ته ورلنډېږي او ختمیږي... کله چې انسان د داسې لنډ ژوند لرونکی او له کمزوریو او پېښو سره تړلی یو مخلوق دی، که چیرې انسان د دنیا له پاره ژوند وکړې، نو د ده  وړتیا، عقل او عزت له پاره خو دا ډیر لنډ او ناڅېزه شی دی، چې پردې سره بیا د ده او نورو ژوو ترمینځ هېڅ توپیرونه شو. همدا وجه ده چې انسان مجبور او مکلف دئ چې د خپلو معنوي ارزښتونو او تلپاتې موخو او نیکمرغیو په فکر کې شي، او هغه ټول فکرونه او سوچونه چې متأسفانه د شیطان د پلویانو له لوري ورښودل کیږي ــ له خپلې کوپړۍ لرې کړي او یوازې خپل خالق او په وړاندې یې خپلې دندې وپېژنې د قرآني ارشاداتو په رڼا کې اسلامي ارزښتونو ته په پام اړلو سره اصلې نیکمرغي ترلاسه کړي دغه راز عاقل او پوه انسان که چیرې له مور او پلار څخه مسلمان هم نه وي پیدا شوي په لږ تعقل، د پوهې په لاسته راوړو او د خپل مسؤولیت په درک کولو سره کولائ شي، خپله نیکمرغی او د خپل ځان حقیقي پیژندنه ترلاسه او د دغې پېژندنې په چاپیریال کې خپل ژوند هدفونه او تګلارې ځانته جوړې او عمل ورباندې وکړي.(۱۳:۸)

پایله

د انسان لفظ له (انس) څخه مشتق دی، چې په لغت کې محبت او انسانیت معنا لري، په ډېرو بحثونو کې وینو چې د انسان جوړښت په دوو برخو وېشل شوي؛ وایي چي انسان له مادي او معنوي برخې جوړ شوی یا په بله ژبه، انسان د جسم او روح ترکیب دي مګر زموږ په تجزیه او شننه کې وینئ چې د انسان وجود په درېېو برخو کې وړاندې شوی. له دې څرګندیږي چې نفس او روح هم یو تر بله خورا توپير لري. دا چې انسانان په روح کې سره مشترک دي او روح د خدای امر دی، خو بیا هم په انسانانو کې توپیرونه شته او دا همدې نفس نتېجه ده، چې ټول کسبونه، تمایلات، هیلې، غوښتنې او نور... په نفس کې را جمع کیږي او د انسان یو ځانګړی شخصیت جوړوي. هغه څه چې په قیامت کې انسان ورباندې تلل کیږي نفس دی، نه روح.

او بله مهمه مسأله د انسان خلقت مقصد ده: الله تعالی فرمایی (...افحسبتم انها خلقناکم عبثا وانکم الینا لا ترجعون...)«(۱۱۵)ــ المؤمنون». ژباړه: آیانو تاسو ګمان کوئ چې تاسو ما عبث پیداکړي يئ؟ او تاسو به ماته رجوع نه کوئ؟ له دې آیت مبارک څخه دا څرګندیږي، چې الله جل جلاله انسان د یو لړل مقاصدو لپاره پیداکړی:  په دي اړه الله (ج) فرمايي: (... وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون...) «(۵۶) ـــ الذریات».  ژباړه: ما پیریان او انسانان ندي پیدا کړی مګر د عبادت لپاره. همدارنګه په بل ځاي فرمايي: :« يٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنٰكَ خَلِيفَةً فِى الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوٰى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ» ( سُوۡرَةُ صٓ : ۲۶) ژباړه: موږ هغه ته وويل "اې داؤده! موږ ته په ځمکه کښي خليفه ګرځولى یې، له دې كبله ته د خلكو په منځ کي په حقه حكم وکړه او د نفسي غوښتني پيروي مه كوه چي هغه به تا د الله له لاري څخه واړوي. كوم كسان چي د الله د لاري څخه بې لاري کیږي په يقيني ډول د هغو لپاره سخته سزا ده، ځکه چي د حساب ورځ یې هېره کړه ده. نو داسې وایو چې د انسان د پېدا کولو مقصد عبارت دي له:

  1. د الله تعالی عبادت
  2. انسان ته د ځمکې خلافت سپارل
  3. د الله تعالی قوانین په ځمکه نافذول

 

 

مأخذونه

  1. قرآنکر یم
  2. بنوري، پوهندوی سید کمال شاه.(۱۴۴۴ه.ق). د اسلام اعتقادی نظام.
  3. چمران، دوکتور مصطفی.(۱۳۹۹ل م). انسان او خدای: سوله مطالعتی، خپرندوی ټولنه.
  4. رحیم زی، پوهنمل حسام الدین.(۱۳۹۷ه ل). په اسلام کې عبادت پوهنه او د عباداتو حکمتونه: (اتم چاپ). رحیمي خپرندوي ټولنه ـ خوست.
  5. نظری، پوهنمل محمود.(۱۳۹۰ل). روح څه شي دی؟ : دانش خپرندوی ټولنه.
  6. وردک، محمد شیفق حقپال.(۱۳۹۴ ه ل). بریالۍ ژوند: جهان دانش خپرندوی ټولنه.
  7. هاشمی، مولوې ابوحمدالله.(۱۴۳۷ه ق). د انسانی خلقت مقصد.(دویم چاپ).
  8. Musleeh.naseer@gmail.com/facebook:ah naseer musleeh

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي دوویشتمې دورې فراغت غونډه ترسره شوه.

نن جمعه هغه غونډه چې په همدې موخه د شیخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې رابلل شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد سربېره، د پوهنتون مرستيالانو، د طب. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمریت د ۱۴۰۲ هـ.ش کال کړنې او لاسته راوړنې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره شريکې کړې.

د یادې خبري ناستې په ترڅ کې د پوهنتون ادارې لخوا د اعتبار ساتلو تر څنګ تېر یو کال د پام وړ لاسته راوړنې؛ لکه د طبيعي علومو ملي سمپوزيم چې د ټول هېواد په کچه رابلل شوی و، ۸۵ څېړنيزې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۷
Background image

شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو. . .

BACK TO NEWS