د پوهنتون له اداري کارکوونکو سره د امـ.ـربالمعروف قانون د لا پلي کیدو په اړه ناستې ترسره شوې.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۴:۱۳
xghnjmkjnmhnm

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۶مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له څلورمې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رئيس لخوا د امـ.ـربالمعروف قانون د لا تطبيق په موخه د پوهنتون او تدریسي روغتون اداري او خدماتي کارکوونکو سره ناستې تر سره شوې.

په دغو ناستو کې د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـانـ.ـي سربېره، محصلانو، علمي څېړنو، مالي او اداري چارو مرستيالانو هم برخه لرله، چې ګډونوالو ته پکې د امـ.ـربالمعروف قانون د تطبيق، صورت او سيرت، په چارو کې همغږي، غوره اخلاقو، د مراجعينو سره ښه سلوک او د کارونو په خپل وخت تر سره کولو په اړه هدايات او سپارښتنې وشوې، چې د ګډونوالو لخوا یې د تطبيق په اړه ډاډ ورکړل شو.

د يادولو ده چې د امـ.ـربالمعروف قانون د تطبيق په اړه د پوهنتون استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره بېلا بېلې برنامې تر سره شوي او لا هم دوام لري.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS