د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي هيئت د شيخ زاید پوهنتون له مالي او تدارکاتي چارو څخه کتنه پیل کړه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۲
هيظت تفتیش مالي

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رياست لخوا ټاکل شوي شپږ کسيز هیئت د شيخ زايد پوهنتون له مالي، حسابي، عایداتي او تدارکاتي چارو او د هغوی د تر سره کيدو له څرنګوالي څخه خپل نظارت پيل کړ.

راغلي هئیت ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقـ.ـاني لخوا ښه راغلاست وویل شو او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ټاکل شوي ده چې ياد هیئت به د شيخ زايد پوهنتون تر څنګ د خوست ولایت د ځینو نورو ادارو د درېیو (۱۴۰۲، ۱۴۰۳، ۱۴۰۴) مالي کالونو له مالي، حسابي، عایداتي چارو، همدارنګه په يادو کالونو کې تر سره شوي قراردادونو، حوالو، اجناسو، عایداتي چارو او د تر سره کیدو له څرنګوالي څخه به کتنه تر سره او راپور به یې لوړو مقاماتو ته ورکړل شي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکي کې د يادو چارو د لا ښه والي او شفافيت په موخه لازمې سپارښتنې او اقدامات به تر سره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي هيئت د شيخ زاید پوهنتون له مالي او تدارکاتي چارو څخه کتنه پیل کړه.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رياست لخوا ټاکل شوي شپږ کسيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

د کیفيت لوړونې آمريت له لوري داخلي څار پیل شو.

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون کیفيت لوړونې آمريت له لوري د داخلي څار لړۍ پيل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۳۹
Background image

د پوهنتون لیلیې څخه نظارت تر سره او د محصلانو ستونزې واوريدل شوې.

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۳مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد. . .

BACK TO NEWS