د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د رسنيو تخنیک په برخه کې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۱۶
زربذلدلداتل

د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د رسنيو د تخنيک (انتن او ډایپول پېژندنې) تر عنوان لاندې، دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ياد ورکشاپ په ترڅ کې د رسنیو د تخنيک په برخه کې د انتن او ډایپول نصب، تخنیکي ستونزې د مېګر په واسطه عملي ښودنه او فېډر کیبل تړلو عملي ښودنې پر لارو چارو باندې په نظري او عملي ډول کار ترسره شو.

دغه ورکشاپ چې دوه ورځې یې دوام درلود، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند د شیخ زاید راډیو نشراتو او تخنیک مدیریت مسؤلینو لخوا وړاندې شو.

د یادونې وړ ده، چې شيخ زايد راډیو دا مهال په ازمایښتي ډول په (FM 99.7) څپو باندې خپرونې پیل کړي دي او په پلان کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي ډول خپرونې پيل کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د رسنيو تخنیک په برخه کې روزنیز ورکشاپ وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د رسنيو د تخنيک (انتن او ډایپول پېژندنې) تر عنوان لاندې، دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ته اصلاحي بيان تر سره شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۲۲مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې د ماسپیښین له لمانځه څخه وروسته د نبي کريم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴
Background image

محصلانو ته د مسلکي اخلاقو تر عنوان لاندې سیمینار پیل شو.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۲مې نيټې سره برابره ده،

BACK TO NEWS