د ميراث علم اړوندو مسايلو حل تر عنوان لاندې علمي او رقابتي سيالي تر سره شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۱
kjmjnkjhn

د شرعياتو پوهنځي له لوري درسونو ته د محصلانو هڅونې او ظرفيت لوړونې په موخه د علمي او رقابتي سياليو په لړ کې د فقه او قانون او اسلامي تعليماتو څانګو محصلانو تر منځ (د ميراث علم اړوندو مسايلو حل) تر عنوان لاندې علمي او رقابتي سيالي د پوهنوال حسام الدين رحيم زي تر لارښوونې لاندې د پوهنځي فرهنګي او نصاب فرعي کمېټو په مرسته تر سره شوه.
په یاده سيالۍ کې چې د شرعياتو پوهنځي د دوو څانګو څخه شاوخوا ۳۰ تنو محصلانو پکې ګډون درلود، د هرې څانګې محصلانو يو له بله څخه د سوال او ځواب په ډول د ميراث مسايلو د حل غوښتنه وکړه او ټول مسايل پر تخته د دلايلو په ذکر کولو سره حل شول‌.  
د يادولو ده چې يادې سيالۍ د محصلانو  تر منځ په درسونو کې د سالم رقابت په بڼه تر سره کېږي او شرعياتو پوهنځي له لوري په راتلونکي کې بېلا بېلې علمي او رقابتي سيالۍ په پلان کې نیول شوي دي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصلانو تر منځ د سیمینارونو وړاندې کولو سيالي تر سره شوه.

د شيخ زايد پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي فرهنګي فرعي کمېټې له لوري د محصلانو څخه د رقابتي سیمینارونو سیالي تر سره شوه.
 ياده سيالي کې چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي څلورو څانګو ( پښتو، دری،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۱۱
Background image

د ميراث علم اړوندو مسايلو حل تر عنوان لاندې علمي او رقابتي سيالي تر سره شوه.

د شرعياتو پوهنځي له لوري درسونو ته د محصلانو هڅونې او ظرفيت لوړونې په موخه د علمي او رقابتي سياليو په لړ کې د فقه او قانون او اسلامي تعليماتو څانګو محصلانو تر منځ (د ميراث علم اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۲
Background image

د لیلیې مسجد کې محصلانو ته اصلاحي بيان تر سره شو.

تېره شپه د شيخ زايد پوهنتون لیلیې په مسجد کې د شيخ زايد پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي محمد جاويد خالد له لوري د لیلیې ټولو محصلانو ته دیني او اصلاحي بيان تر سره شو.
د محصلانو. . .

BACK TO NEWS