د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي لرلید او رسالت

د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي وېبپاڼې بډاينې له پاره اړين معلومات

د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي لرليد (Vision)

ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځی به، له کاري شرکاوو سره په همغږۍ، په ملي کچه د رسنيو او عامه اړيکو برخه کې مخکښه علمي اداره وي، چې ملي ګټو ته ژمن مسلکي کادرونه به روزي او ټولنې ته به يې د ښه خدمت په موخه وړاندې کوي.

د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي مأموريت (Mission)

ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځی، د تجربه لرونکو علمي کادرونو پر مټ، د ټولنې اړتياوو او غوښتنو ته په کتو ځوان کادرونه داسې روزي، چې رسنيزو اخلاقو او حقوقو ته ژمن؛ نوښتنګر او نيوکيز فکر پالونکي؛ پر رسنيزه ټکنالوژۍ، رسنيزه پلټنه او علمي څېړنه برلاسي؛ دوديزو او نويو رسنيو خپرنيز توکي توليد، اېډېټ، رهبري او عامه اړيکو کمپاين او... تطبيقي چارې په نظري او عملي بڼه ترسره کړی شي.

د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي موخې (Objectives)

  1. د کاري مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو، مسلکي ځوان کادرونه روزل؛
  2. ځوانو کادرونو ته، د ورځنيو مهمو پېښو په اړه، د انتقادي فکر، تحليل او شننې وړتيا وربښل؛
  3. د حکومت د درې ګونو قواوو د ملاتړ په پار، د پلټونکې خبريالۍ، پراختيا او دودول؛
  4. د رسنيو او ارتباطاتو په برخه کې، د علمي څېړنو انکشاف او دودول؛
  5. د عامه اړيکو پر اړوندو تطبيقي چارو، مسلط مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کول؛
  6. د عامه اړيکو د مسلکي کادرونو ګمارنې او ارزښت په اړه د کاري شرکاوو ذهنيت جوړونه؛
  7. ملي ګټو ته ژمن مسلکي کادرونه، د چوپر په موخه ټولنې ته وړاندې کول؛

د ارتباطاتو او ژورناليزم پوهنځي ارزښتونه (Values)

  1. د ملي ګټو، دیني، مذهبي، کلتوري، تاريخي، ټولنيزو او... ارزښتونو پالنه
  2. د هر ډول تعصب او تبعيض په وړاندې په کلکه مبارزه
  3. اکاډميکې آزادۍ، شفافيت، انصاف او ټولنيزې برابرۍ ته، بشپړ درناوی او کلکه ژمنتيا
  4. د اداري او اخلاقي فساد په وړاندې مبارزه او حساب ورکونه
  5. له شته امکاناتو او فرصتونو اعظمي استفاده او باکیفیته لوړې زده کړو ته لاره هوارول
  6. د مطالعې فرهنګ ترويجولو په پار لازمې هڅې کول
  7. د څېړنې کلتور پياوړتيا او پرمختيا لپاره لازم فرصتونه برابرول
  8. اغېزمنه رهبري او سالمه اداره رامنځته کول

د استادانو او محصلانو په اړه مفصل معلومات

ګڼه

څانګه

د کادري غړو شمېر

نامزد پوهنيار

پوهنيار

پوهنمل

پوهندوی

پوهنوال

پوهاند

لېسانس

ماسټر

دوکتور

محصلان

۱

ژورنالېزم

۶

۰

۲

۳

۱

۰

۰

۱

۴

۱

۱۷۵

۲

عامه اړيکې

۷

۲

۰

۴

۱

۰

۰

۱

۶

۰

۱۸۹

 

د ژورنالېزم څانګې (۱) يو کادري غړی پوهندوی، (۳) دری تنه پوهنمل او (۲) دوه تنه پوهنیار علمي رتبې لري. همدارنګه د عامه اړیکو څانګې (۱) یو کادري غړی پوهندوی، (۴) څلور تنه پوهنمل، (۲) دوه تنه نامزد پوهنیار علمي رتبې لري. د تحصيلي رتبې له اړخه د ژورنالېزم څانګې يو کادري غړی دوکتو دی؛ (۴) څلور ماسټران او (۱) يو تن لېسانس دی، چې اوسمهال د ماسټرۍ زده کړو کې بوخت دی. عامه اړيکو څانګه کې (۶) شپږ ماسټران او (۱) يو تن ليسانس دی.

 د پوهنځي د علمي کادر غړو احصائيه

د علمي کادر غړو پراختيا

د اوسني عصر غوښتنو او اړتياوو ته په کتو، د مسلکي زده کړو تخصصي کېدو، کيفيت لوړونې او اعتبار ساتنې په پار اړتيا ده، چې ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځی کافي اندازه علمي کادر غړي ولري؛ څو د محصل حق به رښتينې به اداء کړی شو او د کاري مارکېټ له غوښتنو او اړتياوو سره سم په مسلکي پوهه سمبال ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړی شو. په دې اساس ياد پوهنځی اوس مهال د علمي کادر غړو له جدي کمښت سره مخ دی او هوډ لري، چې تر ۲۰۲۷ کال پورې، لږ تر لږه ۱۲ نوي کادرونه جذب کړي او د علمي کادر غړو ټوليز شمېر تر ۲۳ پورې ورسېږي.

د تحصيلي درجو لوړونې پلان لاندې احصائيه د برحال استادانو له مخې ترتيب شوې ده!

ګڼه

علمي درجه

د استادانو شمېر

۲۰۲۴ / ۱۴۰۳

۲۰۲۵ / ۱۴۰۴

۲۰۲۶ / ۱۴۰۵

۲۰۲۷ / ۱۴۰۶

۱

لېسانس

۱

۱

۴

۲

۱

۲

ماسټر

۱۰

۱۱

۱۱

۱۳

۱۴

۳

دوکتور

۱

۱

۱

۲

۴

د څانګو ډېرښت او زده کړو تخصصي کېدو له مخې، د نويو علمي کادر غړو له جذب وروسته د علمي درجو لوړونې احصائيه په لاندې ډول ده!

۴

تر ۱۴۰۶ پورې د نوي جذب او برحال استادانو ټوليز شمېر

۲۰۲۴ / ۱۴۰۳

۲۰۲۵ / ۱۴۰۴

۲۰۲۶ / ۱۴۰۵

۲۰۲۷ / ۱۴۰۶

۵

نوی جذب

۱۲

۴

۴

۲

۲

۶

لېسانس

۲۳

۵

۴

۶

۴

۷

ماسټر

۲۳

۱۱

۱۲

۱۲

۱۴

۸

دوکتور

۲۳

۱

۱

۳

۵

د استادانو علمي ترفيعات

د لوړو زده کړو وزارت قوانيو او لوايحو له مخې، د علمي کادر غړي اړ دي، چې په هرو درېيو کلونو کې ترفيع وکړي او خپلې علمي رتبې په تدريجي بڼه لوړې کړي. ځکه د علمي درجو لوړېدو تر څنګ د علمي رتبو لوړوالی هم د پوهنځي او پوهنتون د پرستيج په لوړوالي او ساتنه کې مهم رول لري. د علمي رتبو لوړونې په پار، استادان اړ دي، چې علمي درجې تر لاسه کړي، علمي څېړنې وکړي، داخلي او نړيوالو ژورنالونو کې علمي مقالې خپرې کړي، علمي کنفرانسونه ورکړي او د علمي رتبو اړوندو نورو مواردو او شرایطو له بشپړونې وروسته خپلې دوسيې تکميل کړي؛ د څانګو، پوهنځي له شورا ګانو، پوهنتون تقرر او انفکاک شورا او علمي شورا له تائيد وروسته لوړو زده کړو وزارت ته معرفي شي او د اړوندو مراجعو له تائید وروسته علمي رتبې تر لاسه کړي.

د علمي رتبو لوړونې پلان لاندې احصائيه د برحال استادانو له مخې ترتيب شوې ده!

ګڼه

علمي درجه

د استادانو شمېر

۲۰۲۳ / ۱۴۰۲

۲۰۲۴ / ۱۴۰۳

۲۰۲۵ / ۱۴۰۴

۲۰۲۶ / ۱۴۰۵

۲۰۲۷ / ۱۴۰۶

۱

نامزد پوهنيار

۲

۱

۰

۰

۰

۰

۲

پوهنيار

۵

۳

۲

۲

۰

۰

۳

پوهنمل

۵

۷

۷

۵

۲

۲

۴

پوهندوی

۲

۲

۳

۵

۷

۷

۵

پوهنوال

۰

۱

۲

۲

۳

۳

۶

پوهاند

۰

۰

۰

۰

۲

۲

د څانګو ډېرښت او زده کړو تخصصي کېدو له مخې، د نويو علمي کادر غړو له جذب وروسته د علمي رتبو لوړونې احصائيه په لاندې ډول ده!

 

تر ۱۴۰۶ پورې د نوي جذب او برحال استادانو ټوليز شمېر

۲۰۲۳ / ۱۴۰۲

۲۰۲۴ / ۱۴۰۳

۲۰۲۵ / ۱۴۰۴

۲۰۲۶ / ۱۴۰۵

۲۰۲۷ / ۱۴۰۶

۷

نوی جذب

۱۰

۴

۲

۲

۱

۱

۸

نامزد پوهنيار

۲

۵

۶

۸

۵

۴

۹

پوهنيار

۵

۳

۲

۲

۴

۶

۱۰

پوهنمل

۵

۷

۷

۵

۲

۲

۱۱

پوهندوی

۲

۲

۳

۵

۷

۷

۱۲

پوهنوال

۰

۱

۲

۲

۳

۳

۱۳

پوهاند

۰

۰

۰

۰

۲

۲

GoBack>>